امنیت

درې ديرش تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل باختر دوري اوومه :
درې ديرش تنه داعشيان تېره شپه د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواکونو په بريدکې ووژل شول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه داعشيان د هغوهوايي بريدونو په نتيجه کې چې د ننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ووژل شول .
  د يوبل خبرله مخې:
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوالۍ د ګري په کلي کې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په نتيجه کې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د هغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته