ټولنه

پنځلسو زروکورنيو له ټولګټو پروژوڅخه ګټه واخسته

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٦
د سمنګانو ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست شپاړلس ټولګتې پروژې د دغه ولايت په دريو ولسواليوکې پرانستلې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې. دسمنګانو ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول ثمر الدين شاهرخي وايي چې په دغو پروژوکې د نيمه ژورو څاګانو کيندل، د څښاک د روغتيايي اوبو د زيرمو، د څښاک د روغتيايي اوبو د شبکو او د استنادي ديوالونو جوړول او يو شمير نورې کوچني پروژې شته.
دى وايي: دغه پروژې د خرم سارباغ، بر دره صوف او د فيروزنخچير په ولسواليو کې د سمنګانو ولايت د مرستيال اختر محمد خيرزاده له خوا پرانستلې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
د شاهرخې د څرګندونو له مخې: د دغو پروژو په پرانستلو سره د دغو دريو ولسواليو د لسو کليو دڅه ناڅه ١٥ زرو کورنيو ستونزې لرې شوې او د خلکو په ژوندکې اسانتياوې برابرې شوې دي.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه پروژې د څه ناڅه اتو مليونو ٨٠٠ زرو افغانيو په لګښت جوړې شوې چې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت او د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت سره د همکارو موسسو له خوا ورکړ شوى دى.
سمنګانو د ښه امنيت په لرلو سره د هيواد د شمال له ولايتونو څخه دى چې په لرو پرتو سيموکې يې د دولت پرمختيايي پروګرامونه د مرستنديو موسسو له خوا تطبيقيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته