امنیت

داغيزمنو امنيتي پروګرامونو دتطبيق په لاره کې دهرات دپوليسو هلې ځلې .

کابل باختر د کب پنځلسمه :
دهرات ولايت  امنيه قوماندان  دهرات ښار او دهرات ولايت په اړوندو ولسواليو کې  دامنيتي پروګرامونو دجوړولو خبر ورکړ .
  دهرات ولايت امنيه قوماندان  پاسوال  عبدالمجيد روزي  چې تيره شپه يې  دښار امنيتي حالات  او دپوليسو د فعاليت  لارې چارې  وکتلې ديو پياوړي  امنيتي  پروګرام  په جوړولو يې ټينګار وکړ .
  جنرال روزي  دامنيتي ځواکونو دتياريو له امله  خوښي وکړه  او دخلکو دښه امنيت په تامينولو يې  ټينګار وکړ .
  دهرات ولايت  امنيه قوماندان  په دې کتنه کې  دهرات ښار  له څو تنو  کسبګرو او اوسيدونکو سره هم دامنيتي مسئلو په باب خبرې وکړې . او ددوى  نظريې يې  وليکلې .
جنرال روزي  په دې بيان سره  چې دامنيت په تامينولوکې دخلکو رول  مهم دى  اړوندو مسوولينو ته  لارښوونه وکړه چې له خلکو سره نيکې او ښې اړيکې ولري .
دغه پروګرام دښار په بيلابيلو څلور لارې کې  دوسايطو او وسله والو ځواکونوپه ځاى پرځاى کولو سره ترلاس لاندې نيول شوي دي .
  ددغه پروګرام له لارې  چې دهرات ولايت دامنيه قوماندان  تر مستقيم نظر لاندې  دشپې تر نيمايي پورې پرمخ يوړل شول  هغه وسايط چې مشکوک و  ولټول شو ل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته