کتمندو ايرنا د ثور د مياشتې ٨:
د نيپال صدراعظم سويشل کويرالا ويلي دي چې په دې هېوادکې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو شمېر١٠ زرو تنو ته به ورسيږي.
دغه شمېر په اوس وخت کې ٧ زره تنه اعلام شوى او ډير مړي تر اوسه پورې د ويجاړو شويو ودانيو لاندې پاتې دي.
د شنبې په ورځ د ريکټر په مقياس د 7.8 درجو په سختوالي له يوې زلزلې وروسته بله سخته زلزله د يکشنبې په ورځ د نيپال پايتخت کتمندو ښار، د هندوستان، بنګله ديش، پاکستان او د چين ځنيې سيمې هم ولړځولې چې له امله يې په دغو هېوادونوکې په لسګونو تنوخپل ژوند له لاسه ورکړ.
0 د یوې دقیقې څخه لږ