ټولنه

دملي اردو هليکوپټرونو په نورستان کې د طبيعي پيښو زيانمنو شويو کسانو ته مرستې ته ورودانګل.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
دنورستان ولايت دبرګ مټال ولسوالۍ ته دملي اردو هليکوپتټرونو په واسطه بيړنۍ مرستې وليږدولې شوې.
دملي دفاع وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دبرګ مټال ولسوالۍ په اسبي کلي کې دواورې ورښت او ښويدنه زموږ يو شمير هيواد وال شهيدان او يو شمير نور ټپيان کړل او دغه راز دسيمې اوسيدونکو ته زيات مالي تاوانونه هم اړولي دي چې له دې سره جوخت په برګ مټال ولسوالۍ کې ميشت د ٢٠١سيلاب قول اردو منسوبينو د نورو ملکي او امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې له پرون څخه راپه دې خوا له ټولو امکاناتو سره دهيواد والوپه ژغورنه کې خپل فعاله ونډه تر سره کړې ده چې تراوسه پورې  په دې بريالي شوي دي يو شمير ټپيان وژغوري او دشهيدانو  مړي وليږدوي تراوسه پورې يې هم کار دوام لري او دملي اردو د دوو هليکوپټرونو په واسطه دوه ټنه خوراکي توکي ، يوه اندازه دارو او لازمې جامې او نور ضروري وسايل دبرګ مټال ولسوالۍ ته ليږدولي او په بيرته راتګ کې ددغې طبيعي پيښې ټپيان دګارنيزيون دګمبيري سل بستريز روغتون ته وليږدول او د ژغورنې د مرستې ځمکني او هوايي عمليات تراوسه پورې هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته