امنیت

څلور تنه بزګران په فراه ولايت کې دطالبانو له خوا تښتول شوي دي

کابل باختر د وږي  ديارلسمه :
څلورتنه بزګران پرون دخاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتوکې دطالبانو له خوا وتښټول شول .
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: دغه کسان پرون مازيګرکله چې په يو مسافر وړونکى موټرکې د خاک سفيد ولسوالۍ مرکز ته روان  وو؛ دطالبانو له خوا وتښتول شول او يو نامعلوم ځاى ته وليږدول شول.
ژوندي زياته کړه: د هغوى د تښتولو علت تر اوسه پورې معلوم نه دى او دهغوى د موندلو په مقصد د پوليسو له خوا پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته