ورزش

دهېواد دفوټبال ساحلي ټيم لوبه دبحرين دټيم په وړاندې بايلوده .

کابل باختر د کب اوولسمه :
دهېواد دفوټبال ساحلي ټيم نن خپله څلورمه لوبه بايلوده .
دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې دافغانستان او دبحرين  دټيمونو ترمنځ لوبه نن سهار په ماليزيا کې داسيا داتلوالى او نړيوال جام  ته دلارې موندلو دسياليو په دوام ترسره شوه چې دبحرين ټيم وکولى شول دڅلورو په وړاندې په شپږو سره دافغانستان دفوټبال ساحلي ټيم  ته ماتې ورکړي .
ديادونې وړ ده چې دهېواد دفوټبال ساحلي ټيم په بې ګروپ  کې دماليزيا او چين ټيمونو ته ماتې ورکړه .او دايران اوبحرين دټيمونوپه وړاندې ماتې وخوړه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته