اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې پنځه ډالره کمښت راغلى دى .

کابل باختر  دليندۍ دمياشتې  ٢٥ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس  سرو  زرو  په   بيه کې  د تيرې ورځې په  پرتله  پنځه  ډالره کمښت ليدل کيږي .
تيره  ورځ  په  نړيوالو بازارونو کې يو انس سره  زر   په ١٢٣٩ ډالره  وړاندې کيدل  خو نن په ١٢٣٤ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٠٠ افغانيو ،  کويټې ٢٤٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٤٠٠ افغانيو ، عربي ٢٠٥٠ افغانيو ، بحريني په ٢١٠٠   افغانيو ، ، ايراني په ١٧٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته