کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د هرات ولايت د ختيځو ولسواليو اوسيدونکو د هرات _ چشت واټ د نه پخولو په اړوند په مرکزي مسوولينو د وعده خلافۍ تور لګوي.
د اوبې، چشت او د پشتون زرغون د ولسواليو په زرګونوتنه اوسيدونکي نن د مولانا جلال الدين محمد بلخي په تالارکې د يوې غونډې په ترڅ کې ادعا وکړه چې ددغه مهم او حياتي واټ په پخولوکې ځنډ دخلکو د زيانمن کيدوسبب شوى دى.
دوى د مرمرو په ډبرو د لسګونو بار وړونکو وسايطو او د نورو لسګونو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرونو تګ راتګ ته په اشارې سره د دغه واټ د پخولو په کارکې هر راز ځنډ د منلو وړ نه بولي.
په ولسي جرګه کې د خلکو استازي خليل احمد شهيد زاده چې له يوشمېر سپين ږيږ و او مشرانو سره يې د هرات د والي محمدآصف رحيمي سره کتلي دي؛ وويل: په روان کال کې د هرات ولايت په بودجه يوه اندازه پيسې د دغه واټ د پخولو لپاره ځانګړې شوې وې؛ خو عملي کار يې نه دى پيل شوى.
ده د خلکو په استازيتوب د ولايت له مقام او له مرکزي مقاماتو څخه د دغه واټ د پخولو د بهير د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شهيد زاده دمرکزي حکومت په مسوولينو د ژمنې دنه ترسره کولو تور ولګاوه.
د هرات والي هم ډاډ ورکړ چې د خلکوغوښتنې او شکايتونه به مرکزي مقاماتو ته وليږدوي.
پاى؛ ذکرالله ح
0 1 دقیقه لوستل