امنیت

په افغانستان کې دطالبانو د پنځو تنو سيمه ييزو قوماندانانو وژل کېدل

کابل –باختر دتلې ١٨
دطالبانو پنځه تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې دجلا جلا پوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول.
په دغو قوماندانانو پرون کله چې دفراه ،قندهار ،هلمند،غزني او دخوست دولايتونو په مربوطاتو کې په ترورستي فعاليتونو بوخت و دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختر آژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو په دغو سيمو کې دځينو ترورستي بريدونو رهبري په غاړه لرله.
ناټو وايي چې ددغو پوځي عملياتو په بهير کې دطالبانو په ډلې او په حقاني شبکې پورې اړوند څو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو په لسګونو جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.
په خبر پاڼه کې ددغو عملياتو په بهر کې افغان پوځيانو او دناټو قوتونو اوملکې وګړو ته درا رسيدلو زيانونو په باب څه نه دي ويل شوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته