کابل/باختر/ د غويي د میاشتې ۲۱ مه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په زاوې سیمه کې د ماین د چاودنې له امله یو تن ملکي وګړی ووژل شو او یو بل تن ټپي شو.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري په سیمه کې ځای پر ځای شوی و چې د چاودنې له امله یې دوو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یو بل خبر له مخې:
افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې یو ماین کشف او شنډ کړی دی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ