کابل باختر دکب نهه ويشتمه :
دوه تنه وسله وال غله پرون دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې دمديريت له خوا ونيول شول .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دوياند مسوول محمد عمري دباختراژانس خبريال ته وويل نيول شوي غله دخلکو دکورونو مالونه غلاکول چې په زرنج ښار کې ديولړ عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دوى په لومړنيو تحقيقات کې په خپل جرم اعتراف کړي دي او دغه راز له دوى څخه يو کلاشينکوف له مهماتو سره يې ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ