کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
درې تنه پوليسان پرون دغزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې شهيدان شول.
د غزني د والي وياند محمدعارف نوري باخترآژانس ته وويل ؛ دغه پوليسان هغه وخت شهيدان شول کله چې د دغه ولايت د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو له کمين سره مخلامخ شول.
د يوبل خبرله مخې ؛يوملکي وګړى پرون ماښام د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له خوا شهيدکړاى شو . پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ