سیاست

له پنجشيرڅخه درې تنه د ځوانانو پارلمان ته معرفي کيږي

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دپنجشير له ولايت څخه درې تنه د ځوانانو پارلمان ته معرفي کيږي .
ويل کيږي دغه ځوانان چې يوه نجلۍ هم پکې شامله ده؛ دمدني  بنسټونو ترمنځ له ځانګړې غونډي وروسته انتخابه او د ځوانانو پارلمان ته معرفي کيږي .
د پنجشير ولايت د ځوانانو مسوول روح الامين رحيمي دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه درې تنه ځوانان له انتخابيدو وروسته کولى شي  په ټولنيز،  سياسي، فرهنګي، روزنيز او ورزشي لحاظ د ځوانانو ستونزې مشخصې او مرکز يې (د ځوانانو پارلمان) کابل ته ليږدول کيږي .
ده زياته کړه: په نږدې راتلوونکې کې به دغه غونډه د ده له خوا د مدني بنسټونو ترمنځ دپنجشير ولايت په مقرکې جوړه شي .
ويل کيږي چې همدا اوس کابو پنځوس بنسټونه په پنجشيرکې فعال دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته