اقتصاد

له ټاپي پروژې سره د باميانو د خلکو ملاتړ

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې١
د باميانو ولايت په سلګونو تنو خلکو دجشن په جوړولو سره د ټاپي د ګازو د ليږدونې د سترې پروژې د کار د هرکلي په ترڅ کې نن د دغه ولايت له لارې د کاسا – ١٠٠٠ پروژې د تطبيق غوښتنه وکړه .
دغه مراسم د باميانو ولايت د والي، د سيمه ييزو ادارو د مسوولينو او خلکو په ګډون د دغه ولايت په مرکزکې پرځاى شوي و.
د باميانو د ولايتي شورا رييس حاجي حسين داد خليلي وويل چې ټاپي ډيره مهمه پروژه ده او د باميانو خلک د سوله دوستو خلکو په توګه د دغه شان پروژو ملاتړ کوي .
ده وويل: څرنګه چې دغه پروژې ملي او اقتصادي دي؛ د هېواد ټول خلک بايد د هغو په تطبيق کې په عملي توګه ونډه واخلي.
د باميانو والي محمد طاهر زهير هم د ټاپي پروژې د اجرا کولو د ارزښتناک بللو په ترڅ کې هيله وکړه چې عملي کول يې وکولاى شي په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت سربېره افغانانو ته اقتصادي ګټې هم ولري.
د ټاپي د ګازو د ليږدونې د پروژې کار تېره اوونۍ د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او د هند د هېوادونو د مشرانو په ګډون پيل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته