فرهنګ

ديونسکو سازمان خبريالانو ته روزنيز پروګرامونه جوړوي .

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين فاضل سانچارکي نن ديونيسکو  له جګپوړي سلاکار  سره  په کتنه کې  خبريالانو ته  دروزنيزو پروګرامونو  دجوړولو په اړوند خبرې وکړې .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دباختراژانس رييس خليل مينوي هم برخه لرله  دارتباطاتو په برخه کې ديونيسکو دسازمان  جګپوړي سلاکار  ريکاردو کريسي  دارتباطاتو او فرهنګ په برخه کې ددغه سازمان دپروګرامونوپه باره کې  معلومات ورکړل .
ده زياته کړه ديونيسکو سازمان چمتو دى  چې دخبريالانو او دافغان دولتي او خصوصي  رسنيو دکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په خاطر  دهېواد  په مرکز او ولايتونوکې په بيلابيلو برخو کې  دخبريالۍ  روزنيز پروګرامونه جوړ کړي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونودچارو معين په فرهنګي او نشراتي برخو کې  ديونيسکو دسازمان  دکړنو دقدردانى تر څنګ خبريالانو  او دهېواد  درسنيو  کارکوونکو ته  دروزنيزو دورو  جوړول  دهغوى دمسلکي  پوهې  دکچې دلوړولو  په برخه کې  ارزښتناک ګام وباله .
  دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين ددغه شان روزنيزو پروګرامونو دجوړولو  او په اطلاعاتو دلاسبرى په برخه کې ددغه وزارت  ملاتړ  او همکاري  څرګنده کړه .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته