سیاست

په افغانستان د پاکستان د تيري پرخلاف د هراتيانو تند غبرګون

-کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله کې نښتې، بې ثباتۍ او د بحران دوام به له ناتار ډکې پايلې ولري.
  دغه ټکى نن په تورخم د پاکستان د يرغل د غندلو او د هېواد له امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ د هغو مظاهرو د زياترو برخه والو له خوا څرګند شو چې د هرات ولايت د مقام په وړاندې ترسره شوې .
د هرات د مدني ټولنې د بنسټونو همغږي کوونکي خليل پارسا د دغو مظاهرو موخه زموږ د هېواد په خاورې د پاکستان د څرګند يرغل غندل او له افغان پوځيانو سره د ملاتړ اعلامول وبلل او ويې ويل چې د دغو جګړو دوام به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکه کې زياتې ستونزې پيدا کړي .
ده د پاکستان له خلکو څخه وغوښتل چې خپلو پوځيانو ته اجازه ورنه کړي چې دغې جګړې ته دوام ورکړي .
پارسا څرګنده کړه چې د مظاهره کوونکو له خوا په شپږو مادوکې يو پريکړه ليک صادر شوى دى چې په هغه کې ويل شوي دي: د هرات خلک د يو والي او پيوستون او د يوبل منلو د فرهنګ په ساتنې سره تيار دي چې د هېواد له سرحدي  ساتوونکو سره اوږه په اوږه  د هېواد او خلکو د دفاع په سنګرکې ورسيږي .
د مظاهرو برخه والو دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان د مستقيمو لاسوهنو له امله خپل رسمي شکايت ليک په ډير لنډ ممکن وخت کې د ملګرو ملتو د سازمان امنيت شورا او ړيوالو قاضي مراجعو ته وسپاري .
دوى دغه راز د افغانستان د ستراتيژيکي تړون والي په توګه د امريکا له متحده ايالاتو څخه غواړي چې له امنيتي قرارداد سره سم دې د افغانستان د قلمرو په ساتنه کې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د دغو مراسمو په بهيرکې برخه والو د انقلابي او هېوادنيو شعارونو په خپرولو سره د پاکستان پرضد شعارونه ورکول .
د يادونې وړ ده چې د تورخم په سيمه او د افغانستان په ختيځه دروازه کې د پوځي مرکزونو او استحګاماتو جوړول او له څلورو ورځو راپديخوا د وسله والو بريدونو دوام د هېواد د امنيتي ځواکونو د شهادت سبب شوى دى.
  زياتره سياسي کارپوهان د پاکستان پوځي بريدونه او د اډو جوړول د افغانستان په خاورې او ملي واکمنۍ څرګند تيرى بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته