روغتیا

ثريادليل : دفراه خلک روغتون ته اړتيال لري

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ثريادليل په نږدي راتلوونکي کې دفراه ولايت له خلکوسره  ديو دوه سوه بستريز روغتون دجوړولو ژمنه کړې ده.

ددغه روغتون په جوړولو کې چې په فراه ولايت کې دخلکو ستره اړتيا بلل شوې ده دداخلي ، جراحي ، ولادي اونسايې ، دماشوم اومور دساتني  ، اکسريز، درملتون ، لابراتوار، او دنورو تجهيزاتو څانګي په پام کې نيول شوي دي

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ثريادليل دهغه سفر په ترڅ کې يې چې دفراه ولايت ته وکړ ددغه ولايت خلکو ته ددغه روغتون دجوړولو دکار پيل خبرورکړ او د فراه ولايت  له دولتي اوروغتيايي مسوولينو سره يي  دروغتيايي موضوعګانواودملکي روغتون دحالت دڅيړنې په باب خبرې وکړې او ناروغانو ته يې دلازياتو ښوروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو غوښتنه وکړه.

دفراه ولايت مرستيال محمديونس رسولي دروغتيايي حالت او دناروغانو او ناروغ لرونکو دستونزو په اړوند يي دعامې روغتيا وزارت سرپرستې  ته معلومات ورکړل اوپه روغتون کې موجودي ستونزې يې په ګوته کړې چې دعامې روغتيا وزارت دسرپرستې له خوا دليکل شوي اودهغو دحل کولو په  لاره کې يي لازمې لارښوونې وکړې.

دعامې روغتيا وزارت سرپرستې دولايتي روغتون بيلابيلي  څانګي وکتلې  او دبسترو ناروغانو داحوالو پوښتنه يې وکړه اوپه روغتون کې موجودي ستونزې يي دښځو او ناروغ لرونکو له خولې واوريدي او دهغو داوارولو په لاره کې يي دروغتون چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ډاکترې دليل په روغتون کې په بسترو ناروغانو يوه اندازه نغدي مرستي وويشلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته