امنیت

په فارياب ، سرپل او کندز کې د ١٣ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٣
ديارلس تنه  وسله وال طالبان د فارياب ،  سرپل او د کندز د  ولايتونو په مربوطاتو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې  ووژل شول .
دغه نښتې تيره شپه  ناوخته رامنځته شوې او ويل کيږي چې افغان سرتيرو  او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلى.
لومړۍ   نښته د کندز ولايت او امام صاحب  په  ولسوالۍ کې هغه   وخت رامنځته شوه  چې طالبانو د سرتيرو دسپرلۍ په موټر بريد وکړ چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
بله نښته د فارياب   ولايت دميمنې ښارته  څيرمه هغه  وخت وشوه   چې   طالبانو غوښتل په لويه لاره کې په مسافرو بريد وکړي  چې دنښتې  له امله شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
وروستۍ نښته نيمه شپه دسرپل  دکوهستانانو په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځه شوه چې طالبانو په امنيتي  پوستي بريد وکړ  په  دې نښته کې چې تر سهار  پورې يې  دوام وکړ څلور تنه جګړه ماران ووژل شول .
ددغو ولايتونو مسوولين وايي ددغو نښتوپه بهير کې څو تنه جګړه   ماران   ټپيان شوي دي خو دقيق شمير يې نه دى  معلوم او ملکي  وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى رسيدلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته