خبرونهټولنه

په کندز کې د لسګونو دیني عالمانو پرسر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې

کابل / د کب ۱۳ مه / باختر

په کندز کې د یوې غونډې په بهير کې د ۹۳ دیني عالمانو پرسر د فضیلت پګړۍ وتړل شوې.

د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه غونډه چې په همدې مناسبت په دغه ولایت کې جوړه شوه ، د امام قطیبه بن سعید ( رح) د دارالعلوم ناظم مولوي صدیق الله صدیقي وویل : د خوښی ځای دی چې یو ځل بیا د ۹۳ دیني عالمانو پرسرد فضیلت پګړۍ وتړل شول.

د کندز د ارشادو، حج او اوقافو رییس مولوي ضیاالحق عبدالله د تبریکی په ویلوسره وویل چې د کندز د اسلامی امارت مسوولین د ځوانانو په خدمت کې دی او ځوانان کولای شي له دغه وخت څخه مناسبه استفاده وکړي او د خپل پوهې کچه لوړکړي .

د یوبل خبرله مخې، په دغه ولایت کې د کاساني مدرسې د ۲۸ فارغو طالبانو پر سر د فضیلت پګړۍ وتړل شوه.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ویناوالو په ټولنه کې د عالمانو د مقام او رول او د علم او پوهې پراهمیت خبرې وکړې.

غونډه د فارغانو پرسرد فضیلت پګړۍ په تړلوسره پای ته ورسېده.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته