امنیت

په قندهار کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول

د قندهار/ باختر/ د زمري ٧مه
يوولس وسله وال طالبان په قندهار کې له پوځيانو سره په  جګړه کې ووژل شول  او ١٤ نور يې  ټپيان شول.
په ټپيانو کې د ملاشاه ولي او حاجي غټ په نامه د وسله والو طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
جګړه تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو په پوځيانو يرغل وکړ .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل، په ياده جګړه کې ١١ وسله وال طالبان  وژل شوي او ١٤ نور يې تپيان شوي دي.
ويل کېږي په جګړه کې ملکي وګړو او پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي، چې  په قندهار کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
پوليسو نن سهار په قندهار کې له ګڼ مېشتولارو څخه ١١ ماينونه کشف اوشنډ کړي دي.
د دغو ماينونو د ښخولوپه اړوند څوک نه دي  نيول شوي.
پاى ذ  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته