امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
اووه تنه وسله وال طالبان په  تيرو ٢٤ ساعتو کې دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس  خبريال ته وويل :  
افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې دلغمان ، قندهار ،او د  پکتيا دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات  ترسره کړل  چې له امله يې  اووه تنه
وسله وال طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او شپږ تنه نوريې ونيول   شول.
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسله او مهمات هم دملي پوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه  راز د ملي پوليسو ځواکونو د وسله والو طالبانو له خوا په واټونو کې اته ښخ کړى شوي ماينونه کشف   او شنډ  کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته