سیاست

د برېښنایي تذکرو د وېش د تیاریو په څرنګوالي د بحث غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٢مه
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې (برېښنایي تذکرو) په اړه د تقنیني فرمان د توشیح په تعقیب پرون مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تیاریو د څرنګوالي په اړه د بحث په موخه غونډه جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرسیتال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال تاج محمد جاهد، د چارو ادارې لوى رئیس عبدالسلام رحیمي او د الکترونیکي تذکرو د وېش د ادارې یو شمېر مسوولینو هم حضور درلود.
غونډې د برېښنایي تذکرو د وېش د تیاریو د څرنګوالي په اړه د هر اړخیزو بحثونو په ترڅ کې د بېلابېلو ادارو له استازو جوړ شوي کاري ټیم ته دنده وسپارله چې په لسو ورځوکې د برېښنایي تذکرو د وېش د پیلولو لپاره له وړاندیزونو او زماني جدول سره سم  یو واضح تحلیل ترتیب کړي چې د هغه له مخې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر پیل شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته