امنیت

دکندز خلکو له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
دکندز ولايت دمدني ټولنې ،ولايتي شورا او خلکو دهيواد له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې په هغې غونډې کې چې په همدې مناسبت د کندز دولايتي شورا دغړو ،امنيتي مسوولينو ،عالمانو ،دمدني ټولنې مرکزونو دمسوولينو ،مخورو،دپوهنې دکارکوونکو، دورزشکارانو او خبريالانو له خوا جوړه شوې وه ددغې غونډې هدف دهيواد دامنيتي ځواکونو دکړنو او فعاليتونو دملاتړ لپاره و.
چې په دې وروستيو وختو کې يې دخلکو دامنيت د تامينولو لپاره دهيواد په بيلابيلو ولايتونو په تيره بيا دکندز او دهلمند په ولايتونو کې خپل سرونه قرباني کړي دي .
ددغې غونډې ويناوالو څرګنده کړه چې دهيواد وسله وال ځواکونه په يوه مقدسه جګړه کې دي چې غواړي د دښمن په وړاندې دهيواد دخلکو دفاع وکړي له همدې امله دى چې خلک بايد دهيواد دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږي او دهغوى ملاتړ وکړي له بلې خوا امنيتي مقاماتو هم چې په دې غونډه کې ګډون درلود ډاډ ورکړ چې دخلکو د ارزښتونو او آزادۍ د دفاع لپاره جنګيږي او دامنيت د ټينګښت لپاره به له هيڅ راز هڅو څخه ډ ډه ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته