کابل باختر د ليندي يوولسمه :
دملي امنيت ځواکونو تيره شپه دلغمان ولايت په مربوطاتو کې څلور اتياکيلوګرامه نشه يي توکي کشف او دپيښې په اړوند يې يوتن ونيوه .
دلغمان ولايت ويندوى عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل: دملي امنيت ځواکونو په هغو عملياتو کې چې دلغمان ولايت دبادپخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره کړل څلور اتياکيلوګرامه اپين په يوه داتسون ډوله موټر کې کشف کړل .
خبرځاى زياته کړه دبادپخ ولسوالۍ اوسيدونکي دقاري وزير په نامه يوتن چې د وسله والو کسانو سرګروپ دى دپيښې په اړوند نيول شوى دى .
خبرځاى وويل، تراوسه پورې معلومه نه ده چې دغه توکي يې کوم ځاى ته ليږدول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ