سیاست

انجينیر محمد خان: د هېواد په افتخاراتو کې د ښځو په ونډه سترګې پټول ظلم دی

کابل باختر د سلواغې اووه ويشتمه :
داجرائیه ریاست لومړي مرستيال دغې څرګندونې د حکومت له لوړ پوړو ښځینه غړو څخه د ملاتړ په غونډه کې وکړې.
د اجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
لومړي مرستيال په ياده غونډه کې د دلوې۲۶مې ته په اشارې سره و ویل چې سرو لښکرو ته په شرمناکه ماتې کې د ښځو ونډه د نارینوو په څېر د پام وړ وه او په یاده ونډه سترګې پټول د ښځو په حق کې ظلم دی.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال ښځې د ټولنې مهمه برخه یاده کړه او زیاته يې کړه چې د څو کلنو وړاندې په پرتله اوسمهال  په حکومت کې د ښځو ګډون د پام وړ زیات شوی او د ملي یووالي حکومت هڅه کوي تر څو په حکومتي اداراتو کې د دوی ګډون لا پراخ کړي.
انجينیر محمد خان د هېواد په ځینو برخو کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل حکومت به په ټول توان سره هڅه وکړي چې یادې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته