امنیت

دوه تنه پوليسان په ميدان وردګوکې شهيدان شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
په ميدان وردګو ولايت کې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه پوليسان شهيدان او يو تن بل ټپي شو.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې په ميدان ښارکې هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو دسرتيرو دسپرلۍ په موټر د چاودنې بريد وشو.
دميدان وردګو ولايت وياند عطا الله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې چاودنې له امله دوه تنه پوليسان ووژل شهيدان او يوبل پوليس ټپي شو .
ده وويل: د دغې ماين ښخونې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته