خبرونهنړۍ

د امریکا په مشرۍ ائتلاف یمن کې د حوثيانو مرکزونه په نښه کړي

نړۍ، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

 امریکایي، انګلیسي او سره بحیره کې د یمن د حوثي وسلوالو پر وړاندې د جوړ شوي ائتلاف د نورو غړو هېوادونو پوځونو نن شنبې او پرون د هوایي بریدونو او توغندیو پر مټ د یمن په خاوره کې د دغې ډلې په ۱۶ مرکزونو کې ۶۰ اهداف په نښه کړي، چې د حوثي وسلوالو سخته غوسه یې راپارولې ده.

سیمه کې د امریکایي هوایي ځواک یو قومندان ویلي، چې دغو بریدونو کې له شاوخوا سل توغندیو څخه کار اخیستل شوی او ګڼشمېر وسلوال په کې وژل شوي دي.

د حوثي وسلوالو یو ویاند ویلي، چې ځواکونو یې د برید کوونکو لومړی پوځي ځواب ویلی او ډېر ژر به د غچ اخیستو لپاره سیمه کې خپل عملیات پراخ کړي.

سره بحیره کې دغه اړه دوړه وروسته ترهغې پیل شوه، چې حوثي ډلې د حماس پر ملاتړ په سره بحیره کې د اسرایلو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو کښتۍ په نښه کړې.

د ځينو رسنیو د راپورنو په حواله امریکا او ملګرو یې دغه بریدونه د اسرایلو پرملاتړ ترسره کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته