کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١١
دايټاليا دلومړى لاس دفوټبال دټيمونو سيالۍ نن شپه په دوو لوبو سره دوام کوي.
په دغو سياليو کې دفيورنتينا ټيم له دپرانو او دلاتزيو ټيم له ناپولي سره لوبه کوي دغه لوبې دافغانستان په وخت دشپې په لس نيمو بجو ترسره کيږي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : ددغو سياليو دتيرۍ شپې په لوبو کې ايسي ميلان چيپو اويونتونس ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول او داتلانتا کالياري ، سمت دوريا له خپلو سيالانوسره لوبې برابرې پاى ته ورسولي.
تراوسه پورې ليونتوس دنتيجو دجدول په سرکې ځاى لري او ورپسې دايسي روم او ناپولي ټيمونه دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ