کابل- باختر د کب دويمه :
دلوګر ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه دافغان ځواکونو او دائتلاف دقوتونو په ګډو عملياتوکې دطالبانو يو قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر رييس خان عبدالرحيم زي باختر اژانس ته وويل د غه عمليات ددغه ولايت دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دشير په نامه دطالبانو مشهور قوماندان له دوو تنو افرادو سره يې ووژل شول .
په لوګر ولايت کې دهمغږي دمرکز دقوماندان دڅرګندونو له مخې دعملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف ونيول شو او يو توغندي ويشتونکې ، يوه پيکا او يوکلاشينکوف ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ