امنیت

يو طالب چې په پوليسو يې دبريد نيت درلود ووژل شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٦
يو وسله وال طالب چې پرون يې په لوګر ولايت کې په پوليسو دبريد نيت درلود ووژل شو.
دلوګر ولايت يوه امنيتي خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالب هغه وخت دبره کي برک ولسوالۍ دبره کي راجان په بازار کې دسيمه ييزو پوليسو له خوا ووژل شو چې په سيمه ييزو پوليسو يې ډزې وکړې .
ويل کيږي ددغه طالب مړى او دهغه تومانچه په ساحه کې پاتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته