ورزش

د آزادو مبارزو لوبغاړي د پولند د آزادو مبارزو له سازمان سره تړون لاسليک کړ

کابل / د غویي ۴مه / باختر
د افغانستان د آزادو مبارزو لوبغاړي حسين بخش صفري د پولند د آزادو مبارزو له سازمان سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ حسين بخش صفري په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې د دغې موضوع په اعلانولو سره ليکلي دي چې هغه د لومړني افغان په توګه د پولند د آزادو مبارزو په سازمان کې غړيتوب ترلاسه کوي.
صفري د دوو کلونو لپاره تړون لاسليک کړى دى او له دې وروسته به د دغه سازمان له لارې افغانستان ته وياړ وګټي.
د پولند د آزادو مبارزو سازمان په اروپا کې د آزادو مبارزو له مشهورو سازمانونو څخه ګڼل کېږي.
حسين بخش صفري د هېواد له نومياليو ورزشکارانو څخه دى او د فول کنتاک جوجيتسو د څانګو په غوره رده بندۍ کې د دوو پرله پسې کلونو لپاره د جدول په سرکى ځاى نيولى دى.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته