امنیت

په چاودېدونکو توکو بار موټر په فارياب کې شنډ شو

 کابل / د زمري ۳۱ مه / باختر
امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه په فارياب کې د وسله والو طالبانو په چاودېدونکو توکو بار موټر د بريد مخه ونيوله.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په چاودېدونکو توکو بار هاموى ډوله موټر د فارياب د قيصار ولسوالۍ په غوره کلي کې په هوايي بريد کې له منځه يوړل شو.
رضايي زياته کړه چې وسله والو طالبانو غوښتل له دغه موټر څخه په استفادې سره، پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بريد وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته