امنیت

دوسله والو طالبانو له خوا په هلمند کې په ډزو سره دلسو تنو پوځيانو شهادت

کابل باختر د زمري  اوومه :
وسله والو طالبانو  په هلمند ولايت کې  په يوې اډې  په بريد سره  لس تنه پوځيان  په ډزو سره ووژل .
  په دې پيښه کې پنځه تنه نور ټپيان   شوي دي  خو ددغې اډې  دپنځو تنو نورو سرتيرو  دبرخليک په باب  خبر نه دي ترلاسه شوي .
درارسيدلو خبرونوله مخې ،  يرغلګرو پرون ناوخته  په ناوې ولسوالۍ کې  په دغې اډې بريد وکړ  او لس تنه سرتيري يې  شهيدان او پنځه تنه نور يې ټپيان کړل .  په هلمند ولايت کې يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې  دغې اډې  شل تنه پوځيان لرل   او دپنځو تنو نورو دبرخليک په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى .
خو دسيمې ځينې اوسيدونکې وايي  چې  وسله والو طالبانو  ددغې اډې له کلابند کولو وروسته  پوځيان له ځان سره بوتلل  او لس تنه يې  په ډزو سره  شهيدان کړل .
  په همدې حال کې  په هلمند کې  سيمه ئيز مقامات په دې برخه کې  د څيړنو او پلټنو دپيل خبر ې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته