ورزش

د دعوت ټيم اتل شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
د دعوت دفوټبال ټيم دکابل ښار دڅوارلس کلنو ځوانانو د  ټيمونو په  سياليو کې اتل شو.
د  هيواد  دفوټبال   فدراسيون د  مطبوعاتو مسوول   مرتضي دانش باختر آژانس   ته وويل :  ددغو سياليو په   وروستۍ پړاو کې چې پرون مازيګر ترسره شو د دعوت او دکابل کلپ د فوټبال  ټيمونو لوبه  وکړه چې لوبه ديوې  په مقابل کې په دوو سره د دعوت د ټيم  په ګټه پاى ته ورسيده  او دغه ټيم لومړى  مقام   وګاټه او   دکابل کلپ ټيم دويم مقام وګاټه.
دغه   سيالۍ چې  له  دوو مياشتو را په دې خوا دکابل ښار په   ورزشي  لوبغاړي کې پيل شوې وې  په  پاى  کې د دوه  ديرشو ګډون کوونکو ټيمونو څخه  پنځوس غوره څيرې  وپيژندل شوې چې له دوي څخه دفوټبال دڅوارلس کلونو ملي ټيم  ته ډيرې  غوره څيرې انتخاب  شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته