تهران فارس – باختر د ليندۍ دمياشتې ١
د ايران خبري آژانس فارس خبر ورکړ چې يوه ناپيژندل شوې بې پيلوټه الوتکه ددغه هېواد جنوبي ښار شوش ته څېرمه راغورځيدلې ده .
د ايران د خزستان والي دغه خبر تاييد کړى دى خو په دې باب چې دغه بې پيلوټه الوتکه راغورځيدلې ده او يا هم را غورځيدل شوې ده؛ جزييات ورنه کړل .
ايران پخوا ادعا کړې وه چې څو بې پيلوټه امريکايي الوتکې يې را غورځولې دي .
ايران تېرکال دغه راز ادعا وکړه چې په دغه هېوادکې د لومړنۍ بې پيلوټه الوتکې آزمايښت يې په برياليتوب سره ترسره کړى دى.