ټولنه

دهلمند ولسونو د ملي اقتصادي اوبنسټيزو پروژو څخه ملاتړڅرګند کړ

لښکر ګاه باختر د لړم ۲۲ مه
د هلمند ولایت سلګونه قومي مشرانو، ځوانانو او مېرمنو د يوې پراخې غونډې پر مهال د حکومت له لوري د بنسټيزو اقتصادي او رغنيزو پروژو څخه ملاتړ وکړ او ټينګار يې وکړ، چې په پلې کېدو کې به يې همکاري وکړي.
د باختر اژانس د سمیه ېیز خبریال د خبر له  مخې؛
په دې غونډه کې دولسي ملاتړمسوول عبدالوکيل اڅک، قومي مخورو حاجي عبدالخالق خان، شېر آغا صافي او د مدني ټولنو د همغږۍ د مرکز مشر نظر محمد رودي د وینا پر مهال د ټاپي، کاسا زر، زمينداور کانال، چابهار بندر، د کجکي بند د ظرفيت لوړولو او ورته نورو ملي، ستراتيژيکو او بنسټيزو پروژو د تطبيق په چارو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او يادې پروژې يې د هيواد او ملت لپاره د پرمختګ وسيلې يادې کړې.
په همدې حال کې  د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان وويل: بنسټيزې پروژې، د افغانستان  ملت او دولت د ثبات لور ته بيايي او د ملي يووالي حکومت د سولې او امنيت ترڅنګ پر اقتصاد او بنسټيزو پروژو جدي کار کوي.
هغه وويل: دغه بنسټيزې او اقتصادي پروژې د بې کارۍ او غربت په له منځه وړلو، د سولې او امنيت په تامين او د هېواد د پر ځان بسياينې لپاره تر ټولو غوره رول او اهميت لري.
د هلمند والي د بنسټيزو پروژو په تطبيق کې د خلکو ونډه او رول اساسي ياد کړ او ویې ويل: که موږ غواړو، هيواد مو د نورو له اړتيا خلاص او پر ځان بسيا شي، نو اړينه ده چې د ملي، بنسټيزو او لویو پروژوپه ترسره کېدو کې صادقانه ونډه واخلو.
هغه  د هلمند پر ولسونو غږ وکړ، چې پېژند پاڼې واخلي او د کره وګړو په تناسب له حکومت څخه خپل حقونه او امتيازات ترلاسه کړي، چې په دې برخه کې يې د ولسي او قومي مخورو، مدني ټولنو او نورو مهمو قشرونو ونډه او همکاري مهمه وبلله.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته