اقتصاد

افغانستان د هند په نړيوال سوداګريز نندارتون کې درې جايزې وګټلې

کابلباختردمرغومي دمياشتې٥ نيټه:
د افغانستان خصوصي برخه په کلکتې ښارکې د هند په نړيوال سوداګريز نندارتون کې   چې پاى ته ورسيد، درې جايزې وګتلې او د راکړې ورکړې ٢٧ سوداګريز قرادادونه يې لاسليک کړل  .
باختر آژانس د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ:
په دې نندارتون کې د افغانستان د خصوصي برخې په استازيتوب ٢٧ سوداګريز شرکتونو چې ٢٢ شرکتونه يې په متشبثو ښځو پورې مربوط دي، ګډون کړى و.
په دې نندارتون کې د افغانستان د خصوصي برخې استازو د غاليو د ښه کيفيت د ښه نندارتوني ساحې او د غرفو د ښه ډيزاين درې جايزې ترلاسه کړې.
دغه راز د افغانستان د خصوصي برخې استازو په دې نندارتون کې له بېلابېلو شرکتونو سره د راکړې ورکړې ٢٧ سوداګريز قراردادونه لاسليک کړل او د نندارتون په بهير کې ښې پلورنې هم لرلې.
د دغو قراردادونو له جملې څخه ١١ قراردادونه يې د متشبثو ښځو تر مديريت لاندې شرکتونولاسيليک کړي دي.
په دې نندارتون کې د افغانستان د خصوصي برخې غالۍ، زعفران، لاسي صنايع، وچه ميوه او نيمه قيمتې ډبرې نندارې ته وړاندې کړې چې د ننداره کوونکو له هرکلي سره مخامخې شوې.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته