نړۍ

په پنجاب ايالت کې دالقاعده دپنځو تنو غړو وژل کيدل.

اسلام آباد- دان – باختر د تلې دمياشتې ١٩
دپنجاب ايالت په شيخ پوره ولسوالۍ کې پوليسو سره دمتقابلو ډزو له امله دالقاعده پنځه تنه غړي ووژل شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ.
دپوليسو ځواکونو دالقاعده له يوه غړي کاشف سره چې له پوليسو سره بندي دى دالقاعده دوسلو د ډيپو دکشفولو لپاره روان و چې دلارې په اوږدوکې دنورو مليشو له خوا پرې بريد وشو.
دپوليسو دڅرګندونو له مخې له مليشو سره په متقابلو ډزو کې دکاشف په ګډون پنځه تنه مليشې ووژلې شوې او نورې مليشې وتښتيدلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته