نړۍ

امريکا له چين څخه غواړي چې دافغانستان په مسئله کې دې دهند پيروي وکړي.

واشنګټن  باختر دوږې  اوومه :
  دامريکا دبهرنيو  چارو وزارت له چين څخه غواړي چې دافغانستان دسولې او ټيکاو لپاره دى زياته همکاري  وکړي .
دباختراژانس دخبر له مخې ، دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند جان کري په افغانستان کې دثبات دټينګښت  لپاره دهند رول وستايه .
ده زياته کړه چې هيواد يې غواړي چې ټوله سيمه په تيره بيا چين دى په افغانستان کې دامنيت او ثبات دټينګښت لپاره هڅه او هاند وکړي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې دهند رغنده رول ستايلى اوله چين څخه يې غوښتي دي چې په جګړه ځپلي افغانستان کې دى هند دپښو منډ تعقيب کړي . 
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند جان کري دپنجشنبې په ورځ  په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل چې هند په څو تيرو کلونوکې  په افغانستان کې رغنده رول لوبولى دى .
دده دڅرګندونو له مخې، امريکا هيله لري چې چين هم په افغانستان  کې ددغه هيواد په شان  رول ولوبوي .
هند تراوسه پورې له افغانستان سره دنږدې  دوو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده  او ددغه  هيواد دبيا جوړولو په برخو کې  يې رغنده رول لوبولى دى .
جان کري وايي متحدينو ته  يې دامريکا پيغام همدا دى چې ارام اوباثباته افغانستان دسيمې او نړۍ  دټولو هيوادونو لپاره ښه دى .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند دغه راز زياتوي چې امريکا په افغانستان کې دامنيت اوثبات غوښتنه کوي او دغه مسئله  يې دامريکا هيله وبلله او ويې ويل چې هيواد يې په تيرو پنځلسو کلونوکې په  همدې مقصد کار کړى دى او هدف يې په افغانستان کې دامنيت اوثبات ټينګښت دى . 
کري دغه راز افغان امنيتي ځواکونه وستايل او ويې ويل چې دوى په ښه توګه دخپل  هيواد امنيت ساتلى شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته