کابل باختر د ثور درې ويشتمه :
په کندز ولايت کې دملي ارډيو ټلويزيون دخپرونو مدير پرون دلاسي بم دچاودنې له امله ټپي شو .
د ختيځ دخبريالانو دمصوونيت کميټې دانديښنې په څرګندولوسره ددغې پيښې دتعقيبولو غوښتنه کړې ده .
په کندز کې دملي راډيو ټلويزيون دخپرونو مديرمغفرت شاه اذري هغه وخت دکندز ښار د سر دورې په ساحه کې دناپيژاندو کسانو له خواپرې دلاسي بم بريد وشو چې غوښتل يې دخپل کار دفتر ته لاړ شي .
ده دباختراژانس خبريال ته وويل زموږ کور له دفتر سره پنځه سوه متره واټن لري او ناپيژاندو کسانو د استوګنې دنيمه کاره ښارګوټي له انګړ څخه لاسي بم په ما وغورځاوه چې دهغه دچاودنې له امله زه په يوه کنده کې ولويدم .
اذري په لاس او سترګې ټپي شو او دپوليسو او دهغه دهمکارانو په واسطه روغتون ته ليږدول شوى و او اوس په خپل کور کې تر روغتيايي څارنې لاندې دى خو دکندز ولايت وياند عبدالحدود واحدي وايي چې ښايي ديرغلګر هدف بل څوک و . واحدي زياته کړه چې په دې باب دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل