امنیت

په کونړکې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي نوې خونړۍ جګړې دوام لري

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۹ مه
د هېواد په ختيځ کې د کونړ ولايت د وسله والو طالبانو د ډلو ترمنځ د خونړيو جګړو د نويو څپو ډګر دى .
په نوې جګړه کې تېره شپه  ٤ تنه ډار  اچوونکي وژل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: دغه جګړې دسه شنبې له شپې څخه په منورې ولسوالۍ کې پيل شوې دي او دغه راز دوام لري .
د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې د عشر او زکات په نامه له خلکو څخه په زور  د ترلاسه شويو پيسو د ويش دڅرنګوالي پر سر پيل شوې دي.
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې تر اوسه پورې ٤تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ده وويل چې دواړو لورو په مرورې ولسوالۍ کې د يو او بل د کورونو او موټرونو په سوځولو اقدام کړى دى.
  ختم_ ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته