امنیت

د ملي اردو منسوبينو ته د کشفي لارو چارو لوست ورکړى شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د امنيتي ځواکونو ٣٨ تنو منسوبينو د يوې روزنيزې دورې له بشپړولو وروسته د ٢٠٩ شاهين قول اردو د کشف له کنډک څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مرستيال بريد جنرال رجب علي راشد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ملي اردو ٢٤ تنو منسوبينو او د ملي پوليسو ١٤ تنو افسرانو د کشف د مسئلو په اړوند له دوه اوونيزو مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
راشد زياته کړه چې دوى ته لوست په ګډه د غوڅ ملاتړ د ماموريت د سلاکارانو او د افغان ښوونکو له خوا په ګډه ورکړ شوى دى .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مقامات د دغه شان روزنيزو کورسونو جوړول ګټور بولي او وايي چې په راتلوونکي کې به هم د امنيتي او دفاعي منسوبينو د مسلکي پوهې د کچې د لوړولو په موخه دغه شان روزنيز کورسونه جوړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته