سیاست

جمهور رئیس غني د خوست ولایت له ولسوالانو سره وکتل

کابلباختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د خوست ولایت له ولسوالانو سره وکتل او د تشکیلاتو، معاشاتو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانۍ د ودانیو د نشتوالي، د مامورینو د کمبود، د ځمکو د غصب، د سرپرستۍ او په ادارو کې د لاسوهنو د مخنیوي په اړه د هغوی ستونزې واورېدې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررئیس غني د خوست له ولسوالانو څخه په دې خاطر مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې خدمت کوي او زیاته یې کړه،   د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته مې لارښوونه دا ده چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.
محمداشرف غني څرګنده کړه، د کورنیو چارو وزرات ته یې لارښوونه کړې ده چې په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانیو د ودانیو د نشتوالي ستونزې ته رسیدګي وکړي.
همدارنګه جمهوررئیس غني ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو اړوندو ولسوالیو کې د هغه ښوونځیو لپاره چې ځمکه نه لري، ځمکه مشخصه کړي چې د کلیو او د پراختیا وزارت ورسره د ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته