خبرونهټولنهښوونه او روزنه

په پکتیا او غور کې له دیني مدرسو څخه ۱۵۱ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د “جهادي محمديه” مدرسې څخه ۶۲ تنه د قران کریم حفظ، لویې او وړې دورې او په غور کې له جهادي مدرسې څخه ۸۹ تنه په بېلابېلو څانګو کې فارغ شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور پکتیا ته د سفر پرمهال یادې مدرسې کې فراغت غونډې ته وویل: “اوسنی نظام یوازې د مجاهد او طالب نه دی بلکې هر څوک پکې ځای لري اوس مهال هم شاواخوا ۸۰۰ زره کارکوونکي د تېر نظام دي، اسلامي امارت هېچاته نه دي ویلي چې تاسې په اوسني نظام کې ونډه نه لرئ”.
د حج اوقافو وزارت مرستیال وزیر شیخ عزیزالرحمن منصور په یادې غونډې کې وویل، چې اسلامي امارت د اسلامي سیاست له مخې خپلې چارې پرمخ وړي او په وینا يې د اسلامي امارت خپلو کادرونو ته ارزښت ورکوي او په لویو پروژو کې ترې ګټه اخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته