اقتصاد

په ايبکو ښارکې د آيودين لرونکي مالګې د توليد فابريکه جوړه شوه .

کابل باختر د تلي شلمه :
په سمنګانو ولايت کې د آيودين لرونکي مالګې د توليد لومړۍ فابريکه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ.
ددغه ولايت يو خصوصي متشبث محمد حنيف امين چې دغه فابريکه يې په خپلې شخصي پانکې جوړه کړې ده؛ باخترآژانس ته وويل: دغه فابريکه دشپږو مليونو افغانيو په لومړنۍ پانګې د دغه ولايت دمرکز د ايبکو ښار په خراسان کارتې کې جوړه شوه او په څليرويشتو ساعتوکې سل ټنه آيودين لرونکي مالګه توليد او بازار ته يې وړاندې کوي.
ده وويل: ددغې فابريکې توليدات دعامې روغتيا وزارت په معيارونوبرابر دي او توليدات يې په بازارکې په سلوکې د ديرشو په تخفيف سره وړاندې کوي .
دده دڅرګندونو له مخې: ددغې فابريکې اومه مواد دفارياب او تخار له ولايتونو څخه برابريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته