کابل باختر د زمري شپاړلسمه :
اووه تنه پاکستاني طالبان دافغانستان په ختيځ نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو يرغلګرو نن سهار او تيره شپه په دوو جلا جلا پيښو کې دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې اووه تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل په يرغلګرو نن سهار او تيره شپه دوايګل او کامديش په ولسواليو کې په پوځيانو دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ