کابل باختر دکب يوويشتمه :
يوغل په سمنګانو ولايت کې تيرماښام له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو .
دسمنګانو ولايت دکوز دره صوف ولسوالۍ امنيه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل :پنځه تنه وسله والو غلو ددغې ولسوالۍ په يولچ سيمه کې دکوز دره صوف _ مزارشريف په سړک کې دمسافر وړونکو دسپرلۍ موټر ودراوه دسپرليو نغدې پيسې او مالونه يې لوټ کړل
خبرځاى زياته کړه :غلوله سيمې څخه دامنيتي ځواکونو درنجرموټر دتيريدو په وخت کې جګړه وکړه چې له امله يې يو غل ووژل شو او څلور تنه نور يې وتښتيدل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ