سیاست

تبصـــــره :

_  کابل  باخترد    جوزا  دمياشتې  ١٥ :
دمهمو ملي مسلو په باب خبرې اترې اوتفاهم له نظام سره دخلکو په نږدې کولو او د مخالفتونو په لري کولو کې ستره اغيزه لري.
دباخترآژانس سياسي مبصرليکي :
دمهمو ملي مسئلو په باب تفاهم اودهغو په باب خبرې له هغو چلندونو څخه دي چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخلکو اوحکومت اودموافقو اومخالفو کارپوهانو اودنظر دخاوندانو ترمنځ  دواټنونو دلنډولو په خاطر پيل کړي دي.
دمهمو ملي مسئلو په باب دخبرو اوتفاهم په دويمه غونډه کې چې پرون جوړه شوه دپوهنتون استادانو،  پوهانو، فرهنګيانو، دپارلمان اودمدني ټولنې يوشمير غړو، دنظر خاوندانو ، دسياسي ګوندونو استازو او دهيواد  روښانفکرانو سولې ته درسيد دلارو چارو ، افغانستان له  ٢٠١٤  کال وروسته  دجمهوري رياست  دانتخاباتو او دسالمې حکومتوالۍ په باب خبرې وکړې او هره يوه له بيلابيلو زاويو څخه طرحه شوي موضوعګانې تحليل  او وڅيړلې.
دټولو نظريو او خبرو روح  دملي اردو پياوړتيا اوسمبالول ، دډار اچوونکو دبريدونو مخنيوي ، دافغانستان له پولو څخه بهر دهغوى خوندي ځالو ته پاملرنه ، په نفس اعتماد، دبى  اعتمادي  دجرړو ايستل  ، ملي وفاق ، اتحاد او پيوستون ، داعتماد بحران او ځان پلورنه وه، هغه څه چې په وار وار دهيواد دجمهوررييس  له خوا په خبرو او کتنو کې ورباندې ټينګار شوى دى.
ددغه شان نظريو وړاندې کول  په مسلمه توګه  کولاي شي دملي اوحکومتي هدفونو دتحقق په لاره کې  له حکومتي مسوولينو سره مرسته وکړي.
متقاعد جنرال اونظامي کارپوه عتيق الله امرخيل په دغو خبرو کې په ډاګه څرګنده کړه چې لويديځ په ټکۍ اوبرګۍ سره افغانستان تيرباسي .
دده په باور ترهغه وخت پورې چې دافغانستان پياوړي ، سمبال  او ځواکمنه اردو  ونه لري  کورني اوبهرني ګواښونه به هماغه شان دوام ومومي.
دغه انديښنه هغو انديښنو ته ورته ده چې دملي اردو مسوولينو او آن  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په وار وار هغه طرحه کړي دي.
دهمدغو انديښنو پربنسټ  و چې دملي امنيت دشورا په يوه غونډه کې پريکړه وشوه چې  شپيته مليونه ډالره  دې  په هيواد کې دزغره والو وسايطو دترميمولو لپاره بيل کړاي شي .
اتحاد، اتفاق ، داعتماد دبحران مخنيوي  په نفس داعتماد  دروحيې پياوړتيا اوله ځان پلورنې څخه خلاصون ، هغه نورې مسئلې دي چې په خبرو اترو کې طرحه شوې هغه څه چې جمهوررييس له پخوا زمانې  را په دې  خوا ورباندې ټينګارکړى دى او ټينګار کوي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په خپلو څو  ويناو کې طرحه  کړى دى  چې بايد ځان دذهني اسارتونو له بندڅخه وژغورو او په ټولو مسئلو افغاني فکر وکړو.
کله چې دهيواد جمهوررييس وايي چې د ذهني اسارتونو کړۍ ماتې کړي دهيواد لرغوني تاريخ او فرهنګ په پام کې ولري ، مانا يې دا ده چې افغانستان دتاريخ په اوږدو کې  په نړيوالو ځواکونو پورې تړلى نه و او نه  به وي.
په افغانستان کې چارواکي ناټو او دهغه متحدين نه دي، بلکې داافغانان و چې په بيلابيلو دورو کې يې  خپل برخليک په ډيرو خطرناکو شيبو کې ټاکلي دى.
هغه څه چې داطلاعاتو اوفرهنګ  وزير  ډاکترسيدمخدوم رهين پرون دخبرو اترو په غونډه کې په ډاګه ورته اشاره وکړه دا دي، موږ څه ناڅه  درې زره کلن تاريخ لرو په دې موده کې دا موږ  و  نه بهرنيان چې خپل پايښت مو تضمين  کړ او په راتلوونکي کې به هم دغه شان وکړو .
دغه ټولې مسئلې ددې څرگندوي دي  که چيرې ددغه شان غونډو جوړول دوام پيداکړي  په پاى کې به حکومت او ددې هيواد کارپوهان  دنظر خاوندان او روښانفکران خپله ګډه  ژبه پيداکړي او هغه څه  چې لاتراوسه پورې  يې نه لري پيدا به کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته