امنیت

په دايمير داد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په بريد کې د څو تنو پوځيانو وژل کيدل

ميدان ښار باختردوږي دمياشتې ١٨نيټه : وسله والو طالبانو د ميدان وردګو ولايت په دايمير داد ولسوالۍ د ډله ييز بريد له امله ځينې سيمې ونيولې. د رپوټونوله مخې: تېره شپه په سلګونه تنو وسله والو يرغلګرو له څو استقامتونو څخه د دايمير داد ولسوالۍ په بازار بريد وکړ او ځينې سيمې يې ونيولې. د وسله والو طالبانو په دې بريد کې د دايميرداد ولسوالۍ امنيه قوماندان له څو تنو نورو پوځيانو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ. جګړه د پوځيانو او د وسله والو يرغلګرو ترمنځ دوام لري. د ميدان وردګو ولايت د پوليسو وياند حکمت الله دراني د باختر آژانس خبريال ته وويل؛ کومکي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او د پوځيانو او يرغلګرو ترمنځ نښته دوام لري. ده په دې جګړه کې د دايمير داد ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د څو تنو نورو سرتيرو شهادت تاييد کړ. ځينې رپوټونه د وسله والو طالبانو له خوا د دايميرداد ولسوالۍ د بشپړې نيونې په هکله خپاره شول، خو دغه رپوټونه د دغه ولايت د سيمه ييزو مقاماتو له خوا رد شول. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته